|
گزارش سازمان
مراقب حقوق بشر در مورد افغانستان
28 Jul 2003, 19:48 UTC
يک گروهء
بين المللی مدافع حقوق بشر ميگويد جنگ سالارانی که قسمت زياد اراضی افغانستان
را کنترول می کنند يک فضای ترس را ايجاد کرده اند که ممکن است انتقال کشور را
بسوی يک دولت عصری بمخاطره بيفگند.
گزارش سازمان مراقب حقوق بشر
29 Jul 2003, 16:24 UTC
يک گروهء
مدافع حقوق بشر ميگويد جنگ سالاران افغانستان يک فضای ترس را در کشور ايجاد
کرده اند که مساعی تسويد قانون اساسی را بمخاطره افگنده و ممکن است انتخابات
سراسری مجوزهء سال آينده را از مسير آن خارج سازد.
سازمان مراقب حقوق بشر طی گزارشی که ديشب منتشر ساخت ميگويد عساکر و افراد
پوليس مربوط جنگ سالاران مقتدر بصورت روزمره تخطی هائی چون اختطاف، اخاذی،
سرقت و تجاوز جنسی را مرتکب ميشوند.
اين گروهء مقيم نيويارک ميگويد گواهی های مصيبت رسيدگان عساکر، افراد پوليس و
مليشاهايی را دخيل ساخته که توسط مامورين حکومت و رهبران سياسی کنترول می
شوند. اين رهبران شامل محمد قسيم فهيم، وزير دفاع، يونس قانونی، وزير معارف،
برهان الدين ربانی، رئيس جمهور سابق و عبدالرسول سياف قوماندان سابق مجاهدین
است.
گروهء مراقب حقوق بشر ميگويد رهبران متخلف مناطق خارج کابل را به قبضهء خود
درآورده اند. سازمان از حامد کرزی، رئيس دولت انتقالی تقاضا می کند که در
قسمت بهبود بخشيدن به وضع حقوق بشر از جامعهء بين المللی کمک بخواهد.
حامد کرزی بعد از سقوط طالبان بسياری از جنگ سالاران را بحيث والی های مناطق
تحت کنترول شان مقرر کرد. اکثر آن جنگ سالاران از پشتيبانی ايالات متحده و
شرکای ائتلاف در جنگ عليهء طالبان بهره مند بودند و بسياری هنوز هم منحيث
متحدين قوای امريکا در افغانستان کار ميکنند.
بسياری ازان جنگ سالاران مناطق تحت نفوذ خود را مستقل از کابل اداره کرده و
اکثراً بمنظور حفظ سلطهء شان از اردوی شخصی و جمع کنندگان ماليات استفاده می
کنند.
پاکستان بايد خپل چلند بدل کړي: کرزى
افغان ولسمشر حامد کرزى وايي پاکستان بايد د افغانستان په وړاندې خپل
چلند بدل کړي او د پولې له بلې غاړې د افراطيانو د بريدونو مخه ونيسي.
يوې برتانوي ورځپاڼې ډېلي ټېلېگراف سره په مرکه کې ښاغلي کرزي ويلي چې
غواړي له اسلام آباد سره د ملگرتيا او پوهاوي اړيکي ولري خو پاکستان او
امريکا بايد پوه شي چې دا کار به تر هغه ناشونى وي چې پاکستان خپل چلند
نه وي بدل کړى .
برتانوي سلاکار پسې گرځېدونکو پوليسو مړى موندلى
بريتانيا کې پوليس چې د عراق د وسلو پر سر لانجه کې ښکېل يوۀ تري تم شوي
سلاکار پسې گرځي ، وايي د يوۀ سړى مړى موندلى دى. د سلا کار ډېوېډ کېلي د
تري تم کېدو خبر پرون له هغه ورسته ورکړل شو، چې نوموړي ويلي و د باندې
چکر ته وځي.
د ٢٠٠٣ ميلادي کال د جولاى١٨
د ١٣٨٢لمريز هجري د چنگاښ ( سرطان ) ٢٧ |
 |
 |
 |
د ٢٠٠٣ ميلادي کال د جولاى١٨
د ١٣٨٢لمريز هجري د چنگاښ ( سرطان ) ٢٧
| |
Jul-12-03
يادونه
يادګارونه!
د افغانستان د جنوب لوېديز ولايت، فراه په
يوه کلي کې د هغې سيمې کليوالي اتڼ. اتڼ د پښتنو دوديزه نڅاه ده٠
........ |
|
|
| |
Jul-10-03
ايراني
غبرګونې خويندې کور ته و رسېدلې
دوه ايراني خويندې، لاله او لادن بجاني، چې
سرونه ېې سره نښتي و په سنګاپور کې د درېنئ په ورځ د عمليات نه
وروسته ٠ ........ |
|
|
| |
Jul-7-03
د کندهار
چارواکي کور د لاسي ګرنيډ بريد لاندې
په کندهار کې د حکومت يو جګ پوړي چارواکي کور
نن د لاسي ګرنيډ بريد لاندې راغى. خالد پښتون، چې د ولايتي حکومت يو
و ........ |
|
|
| |
Jul-6-03
افغانستان
يو لوړ پوړى پلاوى د ډيورنډ کرښې ته لېږي
ولسمشر حامد کرزى به نن يو لوړ پوړى پلاوى
ختيځ افغانستان ته لېږي چې د پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښې نه د
اوښت٠ ........ |
|
|
| |
Jul-3-03
Pentagon
د يوې پرمختللي وسلې جوړولو تصميم نيسي
د متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوه چټکه
الوتکه جوړول غواړي . دغه الوتکه به د ايالاتو د هر يو هوايي ډګر څخه
والوت٠
د بی بی سی د
پښتو خپره ونی نه
ولايتونه او کابل
د افغانستان د ١٩٦٤ کال اساسي قانون د ټولو افغانانو لپاره د
متوازن تعليم غوښتنه کړې وه .
له دې څخه د شننونکو په گومان مطلب دا و چې ټول افغانان که په
کلي ، ښار يا پلازمېنه کې ژوند کوي بايد دښوونې او روزنې لپاره
يو ډول اسانتيا ولري .
اوس چې يو وار بيا د اساسي قانون لپاره کار روان دى د ښوونې او
روزنې د ډگر کارپوهان نه يوازې د هغې مادې پر ځاى پاتې کېدۀ
غواړي بلکه ښوونې او روزنې ته د نور پام غوښتونکي هم دي .
په دې وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه شکايتونه
و چې مرکز يې د ښوونې او روزنې چارو ته پام نه کوي .
د ولايتونو گيلې
د بلخ ولايت د ښوونې او روزنې د رياست لوړ پوړو چارواکو تور
لگاوۀ چې د ښوونې او روزنې وزارت د دوى نيمايي ښوونځي اصلآ په
خپلو ليستونو کې نه گډوي .
زابل له کابله گېله لرله چې هيڅ مرسته ورسره نه کوي . پکتيکا ويل
چې په ټول ولايت کې يې يوازې يوه لېسه فعاله ده .
دا گېلې مانې په داسې حال کې دي چې د ماليې وزير د ښوونې او
روزنې لپاره په کالنۍ بودجه کې ٢٠٠ ميليونه ډالره بېل کړي و .
د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال وزير ذبيح الله عصمتي له بي بي
سي پښتو څانگې سره په يوۀ بحث کې د گډون پر وخت ومنله چې دوى
درستو ولايتونو ته نه دي رسيدلي خو دا يې هم په ډاگه کړه چې لا
تر اوسه د ٢٠٠ ميليونو ډالرو يو هم د دوى د وزارت مخه نه ده
ليدلې .
د ښوونې او روزنې د ډگر کارپوهان ويره لري چې که همدا حالت روان
وي نو د پلازمينې او ولايتونو تر منځ زياتيدونکى واټن به د کابل
مخ په ډيريدونکى نفوس نور هم ډير کړي .
د تعليم په نشتوالي کې ښايي ترهه گري ، تاوتريخوالى او تربگني
وغوړيږي له ترهه گرۍ سره د نړيوالو هلو ځلو په دې کلونو کې که د
مبارزې په لومړني ځاى کې بنسټيز گامونه وانه خيستل شي ښايي تر
اوسه شوې هڅې خړې اوبه يوسي .
|
 |
 |
|
د کابل
او اسلام اباد لانجه
د القاعدې پر ضد د پاکستان مبارزه د اسلام اباد په وينا د متحدو
ايالاتو په خوښه روانه ده .
پاکستاني خپرندويو رسنيو ويلي چې واشنگټن په لسگونو ميليونه
ډالره اسلام اباد ته سپارلي چې د قبايلو په سيمه کې د القاعدې او
طالبانو د غوړيدو او بيا ټوليدو مخنيوى وکړي .
د افغانستان د ننگرهار په ولايت کې د سيمه اييزو چارواکو دا
شکايت چې پاکستاني ځواکونه د دوى خاورې ته اوښتي د پاکستاني
چارواکو له لورې رد شو .
د پاکستان د قبايلو او شمالي سيمو وزير افتاب شېرپاو د بي بي سي
پښتو څانگې په يوۀ بحث کې د گډون پر وخت دا خبره رد کړه چې گواکې
د دوى ځواکونه د افغانستان خاورې ته ننوتي دي .
ښاغلى شېرپاو ټينگ و چې دوى يوازې په خپله خاوره عمليات کړي دي .
د افغانستان د سرحداتو وزير محمد عارف نورزى نه يوازې په دې گېله
من و چې د دوى په وينا د افغانستان په خاوره تېرى شوى دى بلکه د
قبايلو په سيمه کې يې هم د پاکستاني پوځونو عمليات غندل .
ښاغلي نورزي استدلال کاوۀ چې د قبايلو سيمه د دواړو هيوادونو
ترمنځ ناپېيلې خاوره ده او د پخوانيو تړونونو سره سم بايد
پاکستاني ځواکونه هورې ورنه شي .
څو مياشتې وړاندې د خوست په يوۀ سرحدي کلي باندې هم د پاکستاني
ځواکونو د تيري خبره پورته شوه .
تر هغۀ وړاندې د سپين بولدک په پوله باندې د پاکستان له لورې د
دوستۍ د يوۀ ورۀ په جوړولو هم افغان غاړه خوښه نه وه او داسې
رپورټونه و چې گواکې پاکستان له دې دروازې سره د افغانستان يو څه
خاوره لاندې کړې ده .
اسلام اباد د ترهه گرۍ پر ضد مبارزه کې له واشنگټن سره له هغه
پيله ډيره مرسته کړې .
په پاکستان کې د القاعدې د بيلا بيلو غړو نيول که له يوې ډډې د
ترهه گرۍ پر ضد هلې ځلې گڼل کيږي نو له بل لورې د لا ډيرو هڅو
غوښتنو ته هم لاره پرانيزي .
په قبايلو کې د پاکستان هڅې له همدې غوښتنو سره تړاو لري خو
افغان حکومت هم پر ځاى اندېښنې لري .
د حل لاره ښايي له واشنگټن سره وي . له دواړو غاړو سره د بوش
ادارې خوږې اړيکي به د دې کړکيچ په ختمولو کې مهم رول لوبوي .
|
 |
 |
|
د
طالبانو مقاومت
پاکستاني مطبوعات ادعا کوي چې طالبانو د مقاومت يوه نوې شورا
جوړه کړې ده .
د ملا محمد عمر له خولې په يوۀ بيان کې له پخوانيو طالبانو
غوښتنه شوې ده چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پر ضد هلې
ځلې وکړي . دوى د ولسمشر کرزي د حکومت نړولو هيله هم ښوولې ده .
په ١٠ کسيزې شورا کې د طالبانو مخکيني پوځي قومندانان ياد شوي دي
. د هغوى له ډلې ملا داد الله او جلال الدين حقاني ډير مشهور دي
.
ملا داد الله د افغانستان په شمال کې د طالبانو نامتو قومندان و
. جلال الدين حقاني بيا د طالبانو د کابينې يو غړى او د مجاهدينو
پخوانى قومندان و .
د طالبانو له لورې د مقاومت خبره پخوا هم شوې ده . د کندهار په
سپين بولدک او يا د ارزگان او هلمند په ولايتونو کې د ځينو نښتو
پړه افغان ادارې په طالبانو اچولې ده .
څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ملا نسيم په نامۀ د طالبانو د يوۀ
پخواني چارواکي د نيولو پر وخت هم ويل شوي و چې د نويو بريدونو
نيت يې لارۀ .
خو د ولسمشر کرزي وياند د طالبانو په نامۀ خپره شوې دا وروستۍ
خبره بابېزه وبلله او ويې ويل چې نور په افغانستان کې د طالبانو
د غورځنگ په نامۀ نه څوک فعاله دي او نه هم د فعاليت توان لري .
د افغانستان د چارو ځينې شننونکي په دې باور دي چې ښايي طالبان
په دا ډول بيانونو د ځان د شته والي سپيناوى غواړي .
که همدا نيت وي نو د پوځي ډگر انتخاب ځکه بې ځايه دى چې ولس له
جگړو ستړى او بهرنى ملاتړ ورسره ناشونى دى .
|
 |
 |
|
په
افغانستان کې رشوت او فساد
افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي د دۀ په هيواد کې فساد او رشورت ډير
شوى دى .
ښاغلي کرزي زياته کړې چې نژدې ٣٠٠٠ بهرني او کورني شرکتونه په
افغانستان کې د رشوت او فساد له امله پنگونه نه کوي .
په افغانستان کې مطبوعاتو هم په بيا بيا همدا مساله ياده کړې ده
.
د بي بي سي پښتو څانگې ( ستاسو غږ ) پروگرام کې ډيرو اوريدونکو
په وزارتونو کې د مامورينو د ټاکنې پر وخت د خپلو خپلوانو ټاکنه
يادوله .
د مامورينو مظاهرې
د ځينو مامورينو د معاشونو ځنډ څو مياشتې وړاندې په کابل کې
مظاهرو ته خبره راکاږله .
ځينې د تنخواگانو ځنډ د رشوت يو علت بولي ، نور بيا په کارونو
باندې د غير مسلکي کسانو گمارل يو دليل گڼي .
افغانستان اوس يو کميسيون جوړ کړى چې د فساد مسالې ته دقت وکړي .
د کابل ځينو مطبوعاتو په ځينو پخوانيو کميسيونونو نيوکې لرلې چې
تش په نامۀ دي . دوى دليل راووړ چې کميسيونونه يا واک نه لري او
يا يې په پريکړو څوک سر نه کرځوي .
دغه نوى کميسيون بايد بشپړ صلاحيت ولري او دا ويره ورسره نه وي
چې په پريکړو به يې لوړ پوړي چارواکي خپه کيږي .
که داسې ونه شي نو د ښاغلي کرزي دا هڅه به هم نړيوال او کورني
پنگوال ونه هڅوي چې د افغانستان د مخ پر ځوړ اقتصاد د ښه کولو په
هيله پنگونه وکړي .
|
 |
 |
|
له
بيړنۍ لويې جرگې يو کال وروسته
له بيړنۍ لويې جرگې يو کال وروسته داسې ښکاري چې د افغانستان
سياسي بهير د بون ( بن ) له تړون سره سم روان دى .
د اساسي قانون د مسودې لپاره خپلواک کميسيون جوړ شوى . د بشري
حقونو کميسون په فعاليت لاس پورې کړى . د اساسي قانون د تصويب
لپاره لويه جرگه له پلان سره سمه ښايي وشي او د راتلونکي کال د
انتخاباتو وخت هم لږ تر لږه لا تر اوسه ځنډيدلى نه دى .
ولسمشر کرزى په بيړنۍ لويې جرگې کې د استازيو په رايو وټاکل شو
او په دې توگه يې د افغانستان د لومړني انتخاب شوي ولسمشر وياړ
په برخه شو .
د بيړنۍ لويې جرگې ژمنې
دوى په بيړنۍ لويې جرگې کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان اداري
سيستم به رغوي ، د بيا رغاوونې چاره به چټکوي او افغانان به له
جنگسالارانو خلاصوي .
د اداري سيستم د سمولو په برخه کې د ځينو په گومان تر يوۀ ځايه
بدلون راغلى او يا يې هڅه شوې ده . د کورنيو چارو وزير بدل شو ،
په ځينو وزارتونو کې مسلکي کسان په کار وگمارل شول خو دا چاره تر
ډيره يوازې په پلازمينه کابل کې ترسره شوه .
په ولايتونو کې د ځينو په گومان يوازې د سيمه اييزو چارواکو د
خوښې کسان په مهمو څوکيو ټاکل شوي دي .
د بيا رغاونې چاره هم د عادي افغانانو په گومان هغومره چټکه نه
ده چې پکار وه . د جنگسالارانو مساله لا هم پر ځاى پاتې ده .
له دې ټولو خبرو سره سره په دې کې شک نشته چې افغانستان په تېر
يوۀ کال کې په سم لور ځينې گامونه اخيستي دي ، نړيوالو لا تر
اوسه له افغانستانه مخ نه دى اړولى ، له کابله دباندې د سوله
ساتو ځواکونو د غځولو خبرې هم کيږي .
د راتلونکي مزلۀ لوړې ژورې به خپله افغانان تېروي . دا به د دوى
په هوډ او سېک پورې وي ، که دوى خپله وسه ونه کړي نړيوال به تر
ابده له افغانانو سره مرستو ته ځان پړ نه بولي .
|
 |
 |
|
د غازو
نل ليکه نوې لارې او خبرې
د افغانستان د کانو او صنايعو د وزارت مرستيال وزير ديپلوم
انجينير نظر محمد منگل وايي يو شمير کارپوهان دم گړۍ ته په دې
فکر کوي چې پاکستان ته د ترکمنستان د غازو د ليږدونې کومه لاره
غوره وبولي .
په لومړي سر کې د دغې نل ليکي لپاره لاره له هرات ، نيمروز ،
فراه ، هلمند او کندهار څخه د پاکستان کوټې او ملتان ته غځيده .
نوې لاره
اوس پاکستان وايي دوى د افغانستان غوښتنه منلې چې دغه نل ليکه دې
د بلخ ، کابل او ننگرهار له لارې پېښور او ورپسې ملتان ته وغځيږي
.
د رپورټونو ترمخه ښايي راتلونکى عيسوى کال د غازو د نل ليکي د
غځولو کار پيل شي .
د افغانستان د کانو او صنايعو د وزارت مرستيال وايي که څه هم تر
اوسه د دې نوې لارې په باب خبرې تشې د کاغذ پر مخ دي خو د دۀ په
گومان د افغانستان ځينې لوى ښارونه په دې نوې لارې پراتۀ دي او
ښايي د کابل حکومت ترې ډيره گټه وکړي .
د پخوانۍ لارې گټې
کارپوهان په دې باور دي چې د هرات او کندهار لاره هواره ده د نل
ليکې غځول پکې له تخنيکي پلوه اسانه دي او هورې هم د افغانستان
ځينې لوى ښارونه او د نفوسو ډيره برخه پرته ده .
دوى وايي د مزار شريف او کابل ترمنځ لاره غرنۍ ده له تخنيکي پلوه
د يوې نل ليکي غځول پکې نه يوازې گران دي بلکې ډير لگښت هم غواړي
.
د افغانستان د کانو او صنايعو د وزارت مرستيال وزير وايي د
افغانستان ، ترکمنستان ، پاکستان او يو شمير پنگه اچوونکو ادارو
تر منځ تر اوسه پنځه غونډې شوي دي او درې نورې ناستې به هم سره
کوي چې د نل ليکې د غځولو وروستۍ خبرې پاى ته ورسوي .
د غازو په دغې نل ليکې د طالبانو د واکمنۍ له هغه پيله خبرې کيدې
، هاله د امريکا يوۀ شرکت ډيره دلچسپي پکې ښوده خو له طالبانو
سره د نړيوالو د اړيکو تر خرابيدو وروسته امريکايي شرکت لاس
واخيست .
|
 |
 |
|
سرغړونکي ځاى نه لري
د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويلي که څوک د مرکز غوښتنې او
اوامر ونه مني نو له صحنې به گوښه کيږي .
على احمد جلالي په پوره باور ويل چې له واليانو سره به د مرکز
شوې پريکړې عملي کيږي .
دۀ په کابل کې د شوې هغې غونډې نور سپيناوى کاوه چې د روان
غبرگولي\جوزا په پيل کې د يو شمير واليانو او لوړ پوړو چارواکو
تر منځ وشوه .
افغان حکومت ته ويرې
د افغان چارو ځينې شننونکي او خپله د کورنيو چارو وزير دا ويره
لري چې که واليان بيا هم د مرکز غوښتنې ونه مني نو د ښاغلي کرزي
حکومت تر سوال لاندې دى .
دا خبرې د ولسمشر کرزي تر هغو گواښونو وروسته کيږي چې ويل يې که
واليان د مرکز غوښتنې ونه مني نو لويه جرگه به راوغواړي او ولس
ته به مسوول کسان وروښيي .
ښاغلى جلالي ټينگ دى چې افغان ولس د دولت دغه غوښتنې تاييدوي او
د دۀ په وينا د تيرې اوونۍ د پريکړو سرغړونکي به له صحنې وځي .
على احمد جلالي وايي د افغانستان له دولت سره د نړيوالو ځواکونو
او افغان دوستو هيوادونو بشپړ ملاتړ شته .
د امير نوم ناقانونه دى
دۀ د امير او زون مشر په څير لقبونه يو وار بيا ناقانونه وبلل او
ويې ويل له دې نه دى خبر چې د هرات تلويزيون دې د واليانو له
غونډې وروسته هم د هغۀ ولايت والي ته د امير خطاب کړى وي .
افغان وزير پوښتنه کوي چې د دۀ په وينا سيمه اييزه جاه طلبي مهمه
ده که د افغانستان سوله ، سوکالي او راتلونکې . د على احمد جلالي
په وينا د مرکز له غوښتنو سرغړونکي که تر اوسه په پيسو ، وسلو او
د نورو په ملاتړ نازيدل نور يې بخت اوښتى دى .
|
 |
 |
|
د
افغان واليانو لپاره وروستى چانس
په کابل کې د گمرک لرونکو واليانو غونډه په دې ژمنې پاى ته
ورسيده چې نور به ماليې مرکز ته سپارل کيږي .
د هرات ، کندهار ، بلخ ، خوست ، بدخشان ، کندز ، ننگرهار ، فراه
او نيمروز واليانو ومنله چې افغان سوداگر به پريږدي چې په خپلو
ولايتونو يا مرکز کې د گمرک محصول ورکړي .
په دې غونډې کې له گمرک لرونکيو واليانو سره سره د ولسمشر بوش
ځانگړى استازى زلمى خليلزاد ، د افغانستان د ماليې ، دفاع او د
کورنيو چارو وزيران ، جنرال دوستم او استاد عطا محمد برخه لرله .
بهر ته په سفرونو بنديز
تر دغې درې ورځنۍ غونډې وړاندې په کابل کې داسې گنگوسې وې چې
ښايي ځينې واليان بدل شي او يا مرکز ته وروغوښتل شي .
ظاهرآ د اوس لپاره داسې څه نه دي شوي خو په واليانو يو شمير
بنديزونه لگيدلي دي .
د ولسمشر کرزي د کلتوري چارو سلاکار سرمحقق زلمي هيوادمل په کابل
کې يوۀ خبري کانفرانس ته د دغو بنديزونو يادونه وکړه .
* واليان به په خپله خوښه له هيواده بهر ته سفرونه نه کوي .
* د نورو ولايتونو په چارو کې به له لاس وهنې ډډه کيږي .
* د امير په څير لقبونه به نه کاروي .
* په يوۀ وخت به دوه دندې پر مخ نه بوځي .
د هرات تلويزيون د هغۀ ولايت والي ، اسماعيل خان ، ته د
افغانستان د سويل لويديځ زون امير وايي .
ماليې نه سپارل کيږي
د افغانستان د ماليې وزارت ويلي چې په تېر يوۀ کال کې د هرات او
ننگرهار ولايتونو دوى ته د گمرک له محصول څخه يوازې ١٦٠ ميليونه
ډالره سپارلي دي .
د ماليې وزارت وايي د افغانستان نورو ولايتونو په تيرو ١٢ مياشتو
کې يوه افغانۍ هم نه ده ورسپارلې .
د کورنيو چارو وزير على احمد جلالي وايي نور به ټولې ماليې مرکز
ته سم لاسي سپارل کيږي.
گواښ
د کورنيو چارو وزير گواښ کړى چې که دا پريکړې عملي نه شي نو
حکومت به نور گامونه واخلي .
ښاغلي هيوادمل هم ويلي چې دا وروستى چانس دى که له دې څخه هم
واليان گټه وانه خلي نو ولسمشر به د خلکو په مرسته ورسره سخت چال
چلند وکړي .
د سخت چال چلند سپيناوى نشته او داسې ښکاري چې د حامد کرزي حکومت
نور ستړى دى خو دا چې په رښتيا به هم کوم بدلون وليدل شي که نه د
نړيوالو او د مرکز په وس او نيت پورې تړاو لري . |
........<<
NEXT
بل مخ
BACK>>
|
|
|